بنګله دېش ، د كورونا 2,666 نوې كېسونو نه وروستو مجموعي شمېره 183,000 ته ورسېده

ډھاکه ۔ 12 جولائی (اے پی پی) بنګله دېش كښې د اتوار په ورځ د كورونا 2,666 نوې كېسونو راپور كېدو نه وروستو د ځپليو وګړو مجموعي شمېره 183,000 نه زياته شوې ده۔ د بنګله دېش د روغتيا وزيرې نسيمه سلطانه ډھاكه كښې ميډيا سره خبرو كښې ووئيل ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتونو په مهال 2,666 نوې مثبت كېسونو مخې ته راغلې دي او د 47 كسانو د مرګ خبر ترلاسه شوې دې۔ ده ووئيل هېواد كښې د روغ شويو وګړو مجموعي شمېره 93,614 ده۔ د روغتيا وزيرې له مخې ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس كېسونو شمېرې په مقابله كښې د مرګونو شرح 1.28 فیصد او د موجوده رېكوري شرح 50.93 فیصده ده