برتانیه كښې د كورونا له امله د ځپلے شوو كسانو شميره 2 لكهه 85 زره څخه زياته شوه ، 44 زره څخه زيات كسان مړه شول

لندن 07 جولائی (اے پی پی)برتانیه كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره2 لكهه 85 زره څخه زياته شوي دغسې هيواد كښې تر اوسه د وائرس له امله 44 زره څخه زيات كسان مړه شوي دي۔ د نهې په ورځ د برتانيې ميډيا سركاری شميرې په اړه ووئيل هيواد كښې تر اوسه د كورونا وائرس له امله 285768 كسان ځپلے شوي دغسې هيواد كښې 44236 كسان مړه شوي دي ۔ د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو فعاله رنځورانو شميره 240752 ده۔۔ د ډیپارټمنټ آف هیلتھ اینډ سوشل كیئر له مخې كله څخه چې ټیسټنګ پيل شوے يو كروړ 50 لكهه ټیسټونه شوي خو په هغې كښې 80 لكهه قریب پراسیس كړې شوي، 5 كښې يو ټیسټ یا خو لیبارټری ته ليږلے شوے نه دے يا هغه غلط ګرځولے شوے۔ د برتانيې وزیراعظم وياند د وګړو د ټیسټنګ د ورځې شميرې نه شائع كولو دفاع كړې ۔ د وزیرِاعظم وياند ووئيل ډی ایچ اېس سی اوس هغه نه شائع كوي چې څومره ټيسټونه كيږي بلكه هغه شائع كوي چې د ورځې څومره ټیسټونه پراسیس كړے شوي