امریكه كښې د كورونا وائرس ځپليو شميره 32 لكهه 20 زره ته ورسيدله، يو لكه 35 زره 822 كسان مړه شول

واشنګټن/نیویارك 10 جون (اے پی پی) امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره 32 لكهه 20 زره ته رسيدلې دغسې هيواد كښې تر اوسه د وائرس له امله يو لكه 35 زره 822 كسان مړه شوي۔ د امریكې ميډيا له مخې د جمعې په ورځ امریكا كښې د كورونا وائرس ځپلے شوو فعاله رنځورانو شميره 1657749 ده۔ چارواكو له مخې هيواد كښې تر اوسه د كورونا وائرس له امله 3220000 كسان ځپلے شوي دغسې د هيواد په بيلو ریاستونو كښې 135822 كسان مړه شوي۔ چارواكو وئيلي دي هيواد كښې د كورونا وائرس ځپليو شميره زياتيږي۔ د جانز هاپكنز پونیورسټی شميرې له مخې امریكا كښې يو ځل بيا د ورځې په بنياد د ځپليو شميره كښې ریكارډ اضافه رامخې ته شوې ، تيره ورځ هيواد كښې 65 زره نوي كیسونه رامخې ته شوي۔ امریكا كښې تر اوسه 32 لكهه كیسونه رامخې ته شوي۔ امریكا كښې كورونا وائرس له امله د مړه شوو شميره هم زياتيږي۔ بلخوا د امریكې صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي دي د زياتو ټيسټونو كولو سره زيات كيسونه رامخې ته شوي دي