امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره45 لكهه څخه زياته شوه ، يو لكه 53 زره كسان مړه شول

واشنګټن 30جولائی (اے پی پی) امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره45 لكهه 68 زره څخه زياته شوې دغسې د هيواد په بيلو رياستونو كښې د دې وباﺀ له امله تر اوسه يو لكه 53 زره څخه زيات كسان مړه شوي۔ د زيارت په ورځ د امریكې ميډيا له مخې د هيواد په زياتره ریاستونو كښې د تيرو څو اوونيو په مهال د كورونا وائرس رنځورانو شميره زياته شوې ۔ امریكا كښې د كورونا وائرس فعاله ځپلو شميره21 لكهه69زره ته رسيدلې ، هيواد كښې تر اوسه د كورونا وائرس له امله 153840 كسان مړه شوي۔ د امریكې د روغتيا محكمې چارواكو له مخې د هيواد په زياتره رياستونو كښې د كورونا وائرس ځپليو شميره زياتېږي۔ چارواكو ووئيل هيواد كښې د كورونا وائرس كیسونو مجموعی شميره 4568037 ته رسيدلې ۔ دا خبره دې ياده وي امریكا كښې د كورونا وائرس وړومبنے كيس سږ كال په 22 جنوری رامخې ته شوے ؤ