امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره 28 لكهه څخه زياته شوه ، يو لكه 31 زره څخه زيات كسان مړه شول

واشنګټن 03 جولائی (اے پی پی) امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره 28 لكهه څخه زياته شوې دغسې هيواد كښې تر اوسه د وائرس له امله يو لكه 31 زره څخه زيات كسان مړه شوي۔د جمعې په ورځ د امريكې ميډيا له مخې به امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو فعاله رنځورانو شميره 1514613 ده۔ امریكې چارواكو شميرې له مخې هيواد كښې تر اوسه د كورونا وائرس له امله 2837189 كسان ځبلي شوي دغسې ټول هيواد كښې په بيلو رياستونو كښې 131485كسان مړه شوي۔ نیویارك ریاست د كورونا وائرس له امله تر ټولو زيات ځپلے شوے، ریاست كښې د كورونا له امله تر اوسه 394954 كسان ځپلې شوي دغسې 32043 كسان مړه شوي۔ د امریكې كیلیفورنیا ، ټیكساس، نیوجرسی، فلوریډا ، الینوائے او میساچوسټس ریاستونو كښې د كورونا وائرس له امله يو لكه څخه زيات كسان مړه شوي۔ امریكا كښې د كورونا وائرس رنځورانو كښې پرله پسې اضافه كيږي، تيره ورځ 50 زره څخه زيات نوي كیسونه ريكارډ شوې