المان كښې د كورونا له امله زيات شمير رنځوران ښه شوي ، د مړو شميره 9 زره څخه زياته شوه

برلن 07 جولائی (اے پی پی) اروپائي هيواد المان كښې د كورونا وائرس له امله ځپلے شوي زيات رنځوران ښه شوي، هيواد كښې تر اوسه د كورونا رنځورانو شميره 6272 پاتې شوي۔ د نهې په ورځ د المان ميډيا له مخې هيواد كښې د كوورنا وائرس له امله د مړو شميره 9 زره څخه زياته شوې ۔ المان كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو مجموعی شميره يو لكه 98 زره وه چې پكښې 182700 تر اوسه ښه شوې۔ چارواكو ووئيل هيواد كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 198064 كسان ځپلے شوي دغسې هيواد كښې 9092 كسان كورونا وائرس له امله مړه شوي هم دي ۔ المان كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو فعاله رنځورانو شميره 6272 پاتې شوي۔بلخوا المان كښې د وبائی رنځونو ادارې رابرټ كوچ انسټیټیوټ له مخې د كورونا وائرس 390 نوي كيسونه رامخې ته شوي دغسې تيره ورځ نور 8 كسان مړه شوي ۔دې نه پس المان كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 9092 ته رسيدلې