افغانستان ،افغان ملي اردو سره نښتو كښې 10 طالبان ووژل شول

کابل ۔ 05 جولائي (اے پی پی) د افغانستان په دوه سوئيلي ولايتونو كښې افغان ملي پوځ سره نښتو كښې 10 طالبان وژلې شوي او 4 نور ژوبل شوي دي۔ د افغان ابلاغ ذريعو له مخې د افغان ملي اردو وياند وېنا ده چې اولنې بريد هلمند ولايت كښې د جېشریک اولسوالۍ په امنيتي پوسته وشو كوم كښې چې پوځي ځوانانو په وخت كارروائي كولو سره بريد كوؤنكي څلور طالبان ووژل۔ د دوهم بريد پېښه د زابل ولايت به شنكے اولسوالۍ كښې رامخې ته شوه كومه كښې چې 6 شرخوښي مړه او 4 ژوبل شول۔ بيان كښې دا هم وئيلي شوي دي چی د دې نښتو په افغان ملي اردو ته كوم زيان نه دے رسېدلې