اسرائیل كښې د كورونا دلاسه نور 8 كسان مړه ، د 1137 نوې كېسونو تصديق

مقبوضه بېت المقدس۔12 جولائي (اے پی پی) د اسرائيلي د روغتيا وزارت لخوا جاري كړې شوي يو بيان كښې وئيلي شوي دي چې د تېرو 24 ساعتونو په مهال اسرائیل كښې د كورونا د لاسه نور 8 مريضان مړه شوي دي چې ورسره اسرائيل كښې ددې وباﺀ له امله د مړو شويو شمېره 342 ته رسېدلې ده۔ د مركز اطلاعات فلسطين راپور له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال اسرائيل كښې د كورونا د نورو 1137 كېسونو تصديق شوے دے چې ورسره اسرائيل كښې د ددې وباﺀ ځپليو مجموعي شمېره 31886 ته رسېدلې ده۔ د اسرائيل د روغتيا وزارت له مخې روغتونو كښې درملنو ته بستر رنځورانو كښې د 86 حالت اندېښمن دے۔ 34 كسان په مصنوعي آكسيجن ژوندي دي۔ اسرائيل كښې دكورونا 13352 رنځورانو حالت د اطمينان وړ دے ٬ بلخوا اسرائيل كښې دې رنځ څخه تر دې دمه 18192 رنځور روغ شوي دي