ازبك خارجه وزير د خپل پاكستاني همڅنګ شاه محمود قرېشي د كرونا وائرس څخه په ځپلے كېدو د افسوس څرګندونه وكړه

اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) د ازبکستان خارجه وزير عبدالعزيز کاميلوف د پاكستان خپل همڅنګ شاه محمود قرېشي د كرونا وائرس څخه په ځپلے كېدو د افسوس څرګندونه كولو سره د ھغه تپوس پوښتنه كړې او ھغه سره ئې د خواږۍ څرګندونه كړې ده ۔ د جمعې په ورځ ازبك خارجه وزير په يوه چيټۍ كښئ د مخدوم شاه محمود قرېشي زر روغتيا لپاره دعا كړې او ھغه لپاره ئې د نېكو هيلو څرګندونه كړې ۔ دغسې خارجه وزير په خېريت معلومولو او په نېكو هيلو د ازبكستان د خپل همڅنګ عبدالعزيز کاميلوف مننه كړې ده