اردن كښې پارلمانی ټاكنې به په 10 نومبر كيږي

عمان 30 جولائی (اے پی پی) اردن كښې پارلمانی ټاكنې به سږ كال په 10 نومبر كيږي۔ د اردن ميډيا له مخې شاهی ایوان د پارلماني ټاكنو كولو په اړه فرمان جاري كړے ۔ د اردن قانون ترمخه شاهی فرمان جاري كولو سره په لسو ورځو كښې دننه به الیكشن كمیشن د ټاكنو د نيټې مقررولو پابند وي۔ د سكائی نیوز له مخې د كمشنری كونسل مشر احمد الكلالد ووئيل الیكشن كمیشن د اولس سلامتیا باوري كولو له ټول حفاظتی انتظامات كړي۔ د پارلیمانی ټاكنو نيټه د قانون او آئین پابندی كولو سره مقرر كړې شوې ۔۔ الیكشن كمیشن وئيلي دي د كوم قانون ترمخه چې د 2016 ء پارلمانی ټاكنې شوې وې نوې ټاكنې به هم د هغه قانون له مخې كيږي