آن لائن هېنډبال كوچنګ كورس به د جولائي په 12مه نېټه پېل كېږي

اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د پاكستان هېنډ بال فېډرېشن تر سيوري لاندې آن لائن هېنډبال كوچنګ كورس به د جولائي په 12مه نېټه پېل كېږي. كورس لپاره چمتووالې نيولے شوے. د اېشين هېنډبال فېډرېشن عمومي سېكتر چوهدري حاجي محمد شفيق، ريمشا يونس، اظهارالحق او ډاكټر اسد عباس به د كورس په مهال په بېلا بېلو چارو رڼا اچوي. دا كورس به د جولائي تر 18مه نېټه روان وي