آبادۍ كښې د زياتې اضافې له امله به زمونږ د معيشت په ترقۍ او مېشته وسائلو فشار زيات شي۔ دې سره به زمونږ اولس د بې وزلۍ ٬ د زېږدنې ناوړه صورتحال او د خوراك د كمي نه ختمدونكې لړۍ سره مخ شي۔ ميډيا او علماﺀ كرام په دې اړه شعور بېدارولو له بايد خپل كردار ترسره كړي۔ د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د آبادۍ نړيواله ورځې په مهال ټويټس

اسلام آباد ۔ 11 جولائی (اے پی پی) صدر مملکت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي آبادۍ كښې د زياتې اضافې له امله به زمونږ د معيشت په ترقۍ او مېشته وسائلو فشار زيات شي۔ دې سره به زمونږ اولس د بې وزلۍ ٬ د زېږدنې ناوړه صورتحال او د خوراك د كمي نه ختمدونكې لړۍ سره مخ شي۔ ميډيا او علماﺀ كرام په دې اړه شعور بېدارولو له بايد خپل كردار ترسره كړي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د آبادۍ نړيوالې ورځې په مهال ټويټس كښې وكړه۔ ده ووئيل مونږ له به 24 څخه تر 36 مياشتو بچي ته د مور د پيو موده پراخا كول وي۔ دا قدرتی عمل هم دے او د قرآن له مخې هم دے۔ په دې موده كښې به مور د خوراك كمي سره مخ نه وي او د ماشوم وده كول به هم نه ځپلې كېږي۔ په دې لړ كښی بايد علماﺀ كرام خپل كردار ترسره كړي۔ ډاكټر عارف علوي ووئيل وزیر اعظم دا بېړنې صورتحال ګرځولو سره زه د پاپولېشن ټاسک فورس مشر جوړ كړې يم۔ ده ووئيل د ميډيا كردار هم ډېر مهم دے۔ ميډيا د كورونا وباﺀ په مهال د اېس او پيز په بابله شعور بېدارولو كښې غوره كردار ترسره كړو۔ ده ووئيل په ټولو اسلامي هېوادونو كښې په دې اړه د يو بشپړه كمپائن پېل كولو منصوبه بندي كولې شي