، د لوي څښتن ډېر شكر كوم چا چې زه صحت مند كړم۔ ماته پلازمه هم انجېكټ كړې شوه

اسلام آباد ۔ 14 جولائی (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئېلې دي د لوي څښتن ډېر شكر كوم چا چې چا زه صحت مند كړم ۔ ماته پلازمه هم انجېكټ كړې شوه۔ ټولو وطن والو ته خواست كوم چې مه يريږې ٬ احتياطي تدبيرونه خپل كړئ او كه علامات محسوس كړئ نو په سمدستي توګه طبي پوهانو سره رابطه وكړئ۔ ده ووئيل ما چې كله علامات محسوس كړل نو ما ټول ملاقاتونه او غونډې منسوخ كړې دغسې چې زما د لاسه څوك د دې رنځ ښكار نشي۔ په سمدستي توګه د ټېسټونو كولو نه پس د دارو درملو سره زما طبيت مخ په ښه كېدو دے۔ ماته پلازمه هم انجېكټ كړې شوې۔ خارجه وزير د ټولو ډاكټرانو او پېرا ميډيكل كوم چې شپه او ورځ د كورونا وباﺀ رنځورانو په خيال ساتلو كښې بوخت دي د عظمت اعتراف كولو سره دوي ته سلام وكړو۔ ده ووئيل زه كورته منتقل شوے يم او خپل ځان ښه محسوسوم۔ ده ووئېل زما يو وارې بيا ټېسټونه شوي كه لوي څښتن ته منظور وي نو هغه به منفي راشي۔ د سپريم كورټ لخوا د شوګر ملز مالكانو په ضد د كارروائۍ اجازې په لړ كښې ده ووئيل د احتساب نه بغېر د سپېځلي سياسي قيادت رامخې ته كېدل ممكن نه دي۔