وزيراعظم عمران خان سره د موسمياتي بدلون خپل سلاحكار ملك امين اسلم وليدل

اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د ګرين پاکستان پروګرام له مخې هېواد كښې د ” پروټېكټډ ايريا انېشيټيو” پېل كولو منظوري وركړې ده ۔ وزيراعظم دا منظوري د موسمياتي بدلون خپل سلاحكار سره په ملاقات كښې وركړې چا چې د ګل په ورځ ده سره ملاقات كولو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا سېل لخوا د جاري شوې خبر پاڼې له مخئ دا ملاقات د وزيراعظم د هغه پروګرام لپاره شوے كوم چې د كرونا وائرس له امله بې روزګارۍ سره مخ 65 زره ځوانانو او د ديهاړي مارو شجركارۍ له د خدماتو ترلاسه كولو لپاره پېل شوے۔ د ملاقات په مهال وزيراعظم د ګرين پاکستان پروګرام له مخې هېواد كښې د ” پروټېكټډ ايريا انېشيټيو” پېل كولو منظوري وركړې ٬ د دې اقدام له مخې به ځنګلي ځناور او د شجركارۍ تحفظ لپاره 12 قامي پاركونه جوړولې شي۔ وزيراعظم عمران خان په دې موقع امر وكړٶ چې په دې منصوبه كښې دې ټول اعلٰې وزيران په اعتماد كښې واخستلې شي۔ ده ووئيل دې منصوبې سره به د كووېډ—19 څخه ځپلې شوو كسانو ته د ملازمت موقعې په لاس ورشي او دې سره سره به د هېواد قدرتي وسائل هم محفٶظ كړے شي۔ وزيراعظم به د”پروټيکټډ ايريا انيشيټيو” د وزارت لخوا ټولو ډلو سره د مشاورتي عمل بشپړېدو نه پس زر پرانسته كوي۔