وزيراعظم عمران خان سره د سندھ ګورنر عمران اسماعيل ملاقات

APP49-01 ISLAMABAD: June 01 – Governor Sindh Imran Ismail called on Prime Minister Imran Khan. APP

اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د سندھ ګورنر عمران اسماعيل د ګل په ورځ ملاقات كړے. د وزيراعظم د مېډيا دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د سندھ په سياسي صورتحال او د كورونا وائرس په تناظر كښې د صوبې په مجموعي صورتحال خبرې شوي. د ملاقات په مهال په كراچې كښې د پي آئي اے پېښې په اړه هم تفصيلي خبرې شوي. د سندھ ګورنر د پېټروليم مصنوعاتو په بېعه كښې په ريكارډ كمي كولو وزيراعظم ته ووئيل د حكومت د دې پرېكړې په نتيجه كښې به اولس ډېر ريليف ترلاسه كړي. وزيراعظم د سندھ صوبې پرمختګ او د اولس د ستونزو حل په اړه د سندھ ګورنر هڅې هم وستائيلې