میكسیكو كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 10 زره ته ورسيده

میكسیكو سټی 01 جون (اے پی پی) میكسیكو كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 10 زره كسان مړه شوي دي۔د ګل په ورځ د امريكې ميډيا له مخې میكسیكو كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره پرله پسې زياتيږي،هيواد كښې د مصدقه كيسونو شميره 90664 ته رسيدلې ده۔ میكسیكو كښې لاك ډاوَن د 01 جون څخه ختم شوے او ګڼو صنعتونو له د كار كولو لپاره اجازه وركړې شوې۔ چارواكو له مخې كومو صنعتونو له چې اجازه وركړې شوې په هغو كښې د موټرو پرزې جوړونكې مینوفیكچرنګ پلانټس او د موټر سائیكل دكانونه شامل دي۔ د روغتيا پوهانو په دې پريكړه تنقید كولو سره وئيلي دي د كورونا وائرس وبا میكسیكو كښې اوس هم شدت سره خپريږي۔ میكسیكو كښې د كورونا له امله 10 زره كسان مړه شوي۔ میكسیكو كښې د كورونا له امله 10 لاكهه نوكری ختمې شوي او داسې ښكاري چې سږ كال به معیشت كښې تر 9 فیصده نور هم كمې راشي