مونږ ته به خپل زرعي پوهنتونونه او د رزعي تحقيق مركزونه اپ ګرېډ كول وي

اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) د خوراك وفاقي وزير سيد فخر امام وئيلي دي چې مونږ ته به خپل زرعي پوهنتونونه او د رزعي تحقيق مركزونه اپ ګرېډ كول وي، مونږ د 90 نه تر 95 فيصده غذائي خود كفيل هېواد يو، زمونږ د ضرورت نه د لس نه تر پنځلس لكه ټن د غنمو كم پېداوار شوے، ځكه غنم به درآمد كول وي. د خالي په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د وزارت د مطالبات زر په اړه د كمي په تحريكونو بحث راغونډولو سره وفاقي وزير سيد فخرامام ووئيل چې زمونږ وزارت غنم درآمد كولو لپاره خواست هم غوښتي دي، تر اتو اونيو به غنم رواړل پېل شي. پنجاب، سندھ او بلوچستان د غنم اخستلو هدف ترسره كړے، خېبر پښتونخوا او پاسكو هدف نه دے ترسره كړے. ده ووئيل چې نړۍ د فصلونو پېدوار په اړه د هائي وېليو ټارګټ په اړه ځي او مونږ د اويا كلونو نه د كم وېليو ټارګټ په پلو روان يو. ده ووئيل چې كورونا نړۍ لړځولې. ده ووئيل چې پاكستان لپاره لوي چېلنج كورونا او ملخان دي. ده ووئيل چې مونږ ته به خپل زرعي پوهنتونونه او د رزعي تحقيق مركزونه اپ ګرېډ كول وي، مونږ د 90 نه تر 95 فيصده غذائي خود كفيل هېواد يو، زمونږ د ضرورت نه د لس نه تر پنځلس لكه ټن د غنمو كم پېداوار شوے، ځكه غنم به درآمد كول وي او د