كورونا وائرس، روانډا كښې د حالاتو بيا جاج اخستو نه پس لاك ډاؤن كښې د نرمی كولو پريكړه منسوخ كړې شوه

كیګالی 01 جون (اے پی پی) دمشرقی افریقائي هيواد روانډا حكومت د كورونا وائرس له امله د حالاتو بيا جاج اخستلو نه پس د لاك ډاؤن د نرمی كولو پريكړه منسوخ كړې ده۔ د روانډا وزیراعظم دفتر جاري ټویټ كښې وئيلي شوي د كورونا وائرس په ضد اقدامات او د صحت عامه ګټې ترمخه صوبو او پايه تخت كیګالی كښې د وګړو په تګ راتګ كښې د ګل ورځ څخه د نرمۍ كولو پريكړه شوې وه كومه چې د حالاتو جاج اخستلو نه پس منسوخ كړې شوې ٬ د كابینې د اړخه تر نوې پريكړې راتللو به دا منسوخ وي۔ روانډا د روغتيا وزارت له مخې هيواد كښې د اتوار په ورځ د كورونا وائرس 11 نوي كيسونه راپور شوي او 6 رنځوران ښه شوي ة دې نه پس د مجموعی كيسونو شميره 370 ته رسيدلې ده