صدر ډاكټر عارف علوي سره د روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا ملاقات

APP36-19 ISLAMABAD: June 19 - Dr Zafar Mirza, Special Assistant to Prime Minister on Health called on President Dr. Arif Alvi at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 19 جون (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي په زياتېدونكې آبادي اندېښنه ښودلو سره فېډرل پاپولېشن ټاسك فورس ته وئيلي دي چې د ټاسك فورس مقاصد ترلاسه كولو لپاره هڅې زياتې كړئ. ده دا خبره د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې د وزيراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا سره د ملاقات په مهال وكړې. په دې موقع د ټاسك فورس د دوو پخوانو غونډو د پېش رفت جاج هم واخستلے شو. صدر ووئيل چپه آبادې كښې د اضافې سماجي او معاشي آغېز په اړه په اولس كښې شعور بېدارولو سره د اوسنې رفتار د كنټرول كولو ضرورت دے. په دې موقع د فېډرل پاپولېشن ټاسك فورس د درېمې غونډې زر رابللو پرېكړه هم وكړې شوه چې دغسې د ټاسك فورس اهداف سر كړے شي. په غونډه كښې ووئيل شول د كووېډ 19 وبا د ژوند هره څانګه او په خاص توګه د روغتيا څانګه ځپلې ده، په دې مهال د حكومت ټول پام او وسيلې په دې صرف كولو سره د پوليو او د ټي بي غوندې ناروغيو كښې اضافه ليدلې شوې. د يادونې وړ ده صدر د فېډرل پاپولېشن ټاسك فورس چيئرمېن دے او ډاكټر ظفر مرزا او د آزاد كشمير او ګلګت بلتستان پشمول ټول صوبائي حكومتونه د دې غړي دي