روس كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلو شميره 6 لكهه 41 زره څخه زياته شوه

ماسكو 30 جون (اے پی پی) روس كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلو كسانو شميره 6 لكهه 41 زره څخه زياته شوي ۔ د نهې په ورځ د روس خبر رسنې ادارې له مخې كورونا وائرس د هيواد په ځينې برخو كښې تندۍ سره خپريږي۔ د روس د روغتيا وزارت له مخې هيواد كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلے شوو كسانو شميره 641156 ته رسيدلې ده دغسې د روس په بيلو سيمو كښې تر اوسه 9 زره 166كسان مړه شوي۔ د چارواكو له مخې روس كښې دا مهال د كورونا فعاله رنځورانو شميره 228560 ده۔ پايه تخت ماسكو كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله 35 كسان مړه شوي او دې سره په پايه تخت كښې د كورونا له امله تر اوسه د مړو شوو كسانو شميره 3796 ته رسيدلې ده۔ روس كښې د كورونا وائرس وړومبے كيس په 10مارچ رامخې ته شوے ؤ