د پي سي بي د ګورننګ بورډ غونډه سبا كيږي

اسلام آباد 24 جون (اے پی پی) د پاکستان کرکټ بورډ (پی سی بی) د ګورننګ بورډ غونډه به (سبا) د جمعې په ورځ په 26 جون کيږي۔ د پی سی بی وياند له مخې دا غونډه به د ويډيو لنك د لارې كيږي ۔د غونډې مشري به د پی سی بی چیئرمین احسان مانی کوي۔ ده ووئيل په غونډه كښې به د پی سی بی كلن بجټ منظورولې شي،دې نه ځانله د کرکټ ښه والې په اړه به مهمې پريكړې كولې شي۔په غونډه كښې به د ټیم د انګلينډ دورې انتظاماتو او د میچ فکسنګ نوي قانون په مسوده هم د خيالاتو څرګندونه كولې شي