د پاکستان کرکټ بورډ د ګورننګ بورډ غونډه به په 26 جون كيږي

اسلام آباد 23 جون (اے پی پی) د پاکستان کرکټ بورډ (پی سی بی) د ګورننګ بورډ غونډه به په 26 جون کيږي۔ د پی سی بی وياند له مخې دا غونډه به د ويډيو لنك د لارې كيږي. د غونډې مشري به د پی سی بی چیئرمین احسان مانی کوي۔ ده ووئيل په غونډه كښې به د پی سی بی كلن بجټ منظوری وركولې شي،دې نه ځانله د کرکټ ښه والې په اړه به مهمې پريكړې كولې شي۔ په غونډه كښې به د ټیم د انګلينډ دورې انتظاماتو او د میچ فکسنګ د نوي قانون په مسوده هم د خيالاتو څرګندونه كولې شي