د پاكستان كركټ بورډ د ګورننګ بورډ غونډه نن كېږي

اسلام آباد ۔ 25 جون (اے پی پی) د پاكستان كركټ بورډ د ګورننګ بورډ غونډه نن د جمعې په ورځ كېږي۔ د پی سی بی وياند له مخې دا غونډه به دوېډيو لنك د لارې كېږي۔ د غونډې مشري به د پي سي بي چيئرمېن احسان ماني كوي۔ ده ووئيل غونډه به د پي سي بي د كلن بجټ منظوري وركوي۔ دې سره سره د كركټ لا ودې په اړه به مهمې پرېكړې كوي۔ غونډه كښې به د لوبډلې د انګلېنډ دورې انتظامات او د مېچ فكسنګ نوي قانون په مسوده هم د خيالاتو څرګندونه كولې شي