د يمن صورتحال ډېر خطرناك دے. ملګري ملتونه

نيويارك 25 جون (اے پي پي) د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې وئيلي دي د يمن صورتحال ډېر خطرناك دے. د دې ادارې مشر مارك لوكاك د سلامتي كونسل غونډې ته ووئيل په يمن كښې د كورونا نړيواله وبا په تندې سره خپرېږي او 25 فيصده ځپلي مړه شوي. دا مرګونه په نړۍ كښې د كورونا وائرس په نتيجه كښې د اوسط تناسب نه 5 چنده زيات دي. ده ووئيل د لكونو په شمېر د ماشومانو د لوږې په وجه د مرګ خطر هم شته دے. ده ووئيل د يمن د ريال قدر په تندې سره مخ په كمېدو دے. د يادونې وړ ده د ملګرو ملتونو او د سعودي په مشرې كښې د روانې مياشتې په پېل كښې يمن لپاره په ډونر كنفرنس كښې د 1.35 اربه ډالرو مرستې لپاره لوظونه شوي وو