د وزيراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا پولیو انډیپنډنټ مانیټرنګ بورډ ته خطاب

اسلام آباد ۔ 30 جون (اے پی پی) د وزيراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا وئيلي دي دسمبر2019 او فروری2020 كښې د پوليو مخنيوي كامياب كمپائن تر سره شوي ۔ د كورونا د اثراتو سره هم د پوليو مخ نيوي كمپائن له چمتو يؤ۔ پولیو له ماتې وركولو له به لا په يووالي كار كوؤ۔ د كورونا مقابلې تجربه به د پوليو ختمولو لپاره مرستياله وګرځي۔ د دې خيالاتو څرګندونه خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا د نهې په ورځ د پولیو انډیپنډنټ مانیټرنګ بورډ ته خطاب كښې وكړه۔ خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا ووئيل په كال 2019 كښې د پاکستان پولیو پروګرام يو شمېر چېلنجونو سره مخ ؤ۔ د آئی اېم بی د اکتوبر2019 په وړاندېزونو عمل درآمد وكړے شو۔ د پوليو ختمولو له مو ټولې صوبې ځان سره ملګرې كړې۔ ده ووئيل پاكستان څخه پوليو ختمولو له ټول سياسي مشرتابه يو موټے دے۔ د فرنټ لائن ورکرز تربيې ته خاص پام ګرځولے شوے ۔ ده ووئيل مارچ 2020 كښې د كورونا كېسونو نه وروستو پاكستان كښې د پوليو كمپائن بند كړے شوے ؤ۔ ده ووئيل د كورونا مقابلې كولو له د پوليو وركرز كردار د ستائنې وړ دے۔ مونږ ته د وزیراعظم، اعلی وزيرانو او د پاك پوځ سرلښكر بشپړ ملاتړ ترلاسه دے