د نور الحق قادري په سېنټورس مال اسلام آباد كښې د كعبې غلاف او نورو تبركاتو د لس ورځني نندارتون پرانستې دستورې په موقع خبرې

APP25-24 ISLAMABAD: June 24 – Federal Minister for Religious Affairs Pir Noor-ul-Haq talking go media persons after inaugurate 3-days exhibition of Ghalaf-e-Kabba at Centaurus. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق قادري وئيلي دي سږ كال به سعودي كښې په محدود توګه حج كولے شي ٬ د لس نه تر پنځلس زره سعودي وګړي به حج كوي٬ مونږ د سعودي عرب پرېكړې سره ولاړ يو٬ كوم خلق چې د كعبې او د رسولۖ د روضې د زيارت كولو خواهش لري ھغوي ته به د كعبې غلاف او د نورو تبركانو نندارتون څخه سكون او راحت ترلاسه شي۔ نور الحق قادري په سېنټورس مال اسلام آباد كښې د كعبې غلاف او نورو تبركاتو د لس ورځني نندارتون پرانستې دستورې ته خپلو خبرو كښې ووئيل داسې دستورې د ايمان خاوندانو لپاره د روحاني سكون سبب ګرځي۔ ده ووئيل سعودي عرب سره د زړه او جذباتي اړيكې لرو۔ ده ووئيل د پاكستان نه زيات شايد كه بل هېواد سره د حرمېن شريفين سره زيات تعلق لري٬ تېر كال په حج كښې 17 لكه پاكستيانو حج ادا كړې٬ سږ كال 20 لكه پاكستانيان حج ادا كولو له تلونكي وو