د نائجیریا پوځ فضائی بريد ، د بوكوحرام ګڼ عسكریت خوښې ووژلے شول

ابوجا 30 جون (اے پی پی) د نائجیریا شمال مشرقی ریاست برونو كښې پوځ فضائی بريد كښې د بوكوحرام ګڼ عسكریت خوښې وژلې دي۔ د چین خبر رسنې ادارې له مخې د نائجیرین پوځ وياند جان ایننشے ووئيل پوځ د برونو ریاست ورشیل كښې د بوكوحرام يو كیمپ په نښه كړے چرته چې ترهه ګرو له تربيه وركړې كيدله، د فضائی بريد په نتيجه كښې ګڼ عسكریت خوښې مړه شوي او كیمپ تباه كړے شوے، بريد كښې د نائیجرین فضائیه دوه جنګی الوتكو برخه اخسته۔ دا خبره دې ياده وي 2009 ء راهسې نائجیریا كښې بوكوحرام د خپل ځان قوي كولو هڅې كوي