د صدر ډاکټر عارف علوي په مشرۍ كښې د انټرنېشنل اسلامك يونېورسټي د بورډ آف ټرسټیز څوارلسمه غونډه

APP18-30 ISLAMABAD: June 30 – President Dr. Arif Alvi chairing 14th meeting of the Board of Trustees of International Islamic University at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د صدر مملكت ډاکټر عارف علوي په مشرۍ كښې د انټر نېشنل اسلامك يونيورسټۍ اسلام اباد د بورډ آف ټرسټیز څوارلسمه غونډه د نهې په ورځ ايوان صدر كښې وشوه۔ په غونډه كښې د پوهنتون صدر لپاره د ډاکټر هتل بن حمود العتیبي د نامې په متفقه توګه منظوري وركړې شوه٬ څوك چې دا مهال په امام محمد بن سعود پوهنتون كښې خدمات ترسره كوي۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ له مخې په دې موقع د پوهنتون رېكټر ډاکټر معصوم یاسین زئۍ ګډون كوٶنكي د اسلامي پوهنتون د هلو ځلو او په هېواد كښې د تعليم وده كښې د کردار په اړه خبر كړه۔ صدر د بورډ آف ټرسټیز د غړو هركلے كولو سره ووئيل نړيوال اسلامي پوهتنون د علم زده كولو يو عظيم مركز دے، پوهنتون د جديد علومو سره زده كوٶنكو ته د شریعت، اسلامي تاریخ او كلتور تعليم وركولو په لړ كښې هم مهم خدمات تر سره كوي۔ صدر د پوهنتون انتظاميې ته امر وكړٶ چې ځان لپاره د هدفونو او وژن تعين هم وكړئ او بيا د دغې سر كولو لپاره د مودې تعين هم وكړئ ۔ د او آئي سي عمومي سېكتر ډاکټر یوسف بن احمد العثیمین جده څخه د وېډيو لنك د لارې غونډې ته وېنا وكړه۔ هغه د 15 پرمختګ كوٶنكو هېوادونو يو سل زده كوٶنكو لپاره د سكالرشپس په وركولو د پاكستان حكومت مننه وكړه۔ هغه تېره ورځ كراچۍ كښې د پاكستان سټاك اېكسچېنج بريد كښې په ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كولو سره د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د او آئي سي لخوا د پاكستان د ملاتړ پخلے وكړو۔