د صدر ډاكټر عارف علوي د پارلمان دورې په مهال خبرې

APP12-01 ISLAMABAD: June 01 - President Dr. Arif Alvi visiting Parliament House to review arrangements for the forthcoming session. APP

اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د قامي اسمبلۍ او سېنېټ د بجټ غونډو كښې د كرونا وبا نه بچ كېدو لپاره په اېس او پيز موثره عملدرامد باوري كړے شي۔ ده ووئيل د ميډيا کوريج په مهال دې په احتياطي تدبيرونو عملدرآمد لپاره كوټلې طريقه كار وضع كړے شي دغسې چې د دې وبا په كوټلې ډول مقابله وكړے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د پارلمان د دورې په مهال وكړه۔ پارلمان ته په رسېدو د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د اولس مشر هركلے وكړو۔ په دې موقع د قامي اسمبلۍ سېكرټري طاهر حسېن صدر ته د بجټ غونډې په مهال د انتظاماتو په اړه بريفنګ وركړو۔ صدر ووئيل د قامي اسمبلۍ تېره ورځ د غونډې په مهال په اېس او پيز عملدرآمد باوري كړے شوے ٶ او د بجټ غونډې په مهال به هم په دغه اېس او پيز په بزنس اېډوائرزي كمېټۍ كښې مشاورت كولې شي۔ صدر ووئيل د بجټ غونډې په مهال دې د كرونا نه بچ كېدو لپاره په احتياطي تدبيرونو عملدرآمد باوري كړے شي۔ په دې مهال صدر د قامي اسمبلۍ د ايوان او بيا د سېنېټ د ايوان هم دوره وكړه چې ورته د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني او وفاقي وزير سېنېټر اعظم سواتي ايوان ته په رسېدو هركلے اووې