د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني ته د اېن اېچ اے بريفنګ

اسلام آباد ۔ 30 جون (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي د ژوند معيار بدلولو له غوره مواصلاتي نظام ډېر مهم دے۔ كم پرمختګ كړې سيمې د پرمختګ مركزي هلو ځلو كښې شاملولو له روډ نېټ ورك ډېر ضروري دے۔ بلوچستان كښې روانې منصوبې دې زر تر زره ترسره كړے شي۔ د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني دا خبرې بلوچستان كښې د اېن اېچ اے روانو منصوبو په اړه د اېن اېچ اے چيئرمېن کېپټن (ر) سکندر قیوم څخه د بريفنګ اغستو په مهال وكړې۔۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل كم پرمختګ كړې سيمې دې د پرمختګ په مركزي هلو كښې شاملې كړې شي۔ بلوچستان صوبه بلها قدرتي وسائل لري او د غوره روډ نېټ ورك د لارې به سيمه كښې د سرمايه كارۍ او روزګار موقعې رامخې ته شي