د روس وزيراعظم ميخائيل مشوستين به د اقتصادي بحالۍ قامي پروګرام په اړه (نن) اولس مشر ولاديمير پيوټن ته بريفنګ وركوي

ماسکو 01 جون (اے پي پي) د روسيه وزيراعظم ميخائيل مشوستين به د اقتصادي بحالۍ د قامي پروګرام په اړه (نن) د جون په دوېمه نيټه اولس مشر ولاديمير پيوټن ته بريفنګ وركوي۔ د صدارتي آفس وياند لخوا د ګل په ورځ د جاري شوي بيان له مخې اقتصادي بحالۍ قامي منصوبه په کريملن كښې جمع كړې شوې ده او د دې جاج لپاره د اولس مشر او وزيراعظم ترمېنځه ملاقات د نهې په ورځ شېډول كړې شوې ٬ په دې موضوع به ډيمرټي پيسکوف اولس مشر ولاديمير پيوټن ته د ذكر شوي پلان په اړه بريفنګ وركوي۔ ده ووئيل د ملاقات زياته برخه به ميډيا لپاره اوپن وي