د حماد اظهر په قامي اسمبلۍ كښې د تېر مالي كال په ضمني ګرانټس بحث

اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د صنعت او پېداوار وفاقي وزير حماد اظهر وئيلي دي د مسلم ليګ (ن) د دور په مقابل كښې زمونږ ضمني ګرانټس 50 فيصده كم دي، 90 فيصده ګرانټس د كرونا وائرس وباء له امله وركړے شوي، د اېف بي آر كمزورۍ لرې كولو لپاره اصلاحات كولو ته اړتيا ده، په پټرول ډويلپمنټ ليوي نن هم 30 روپۍ ده، د اېن اېف سي د پېسو ايسارولو لپاره مونږ سره هېڅ اختيار نشته۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې تېر مالي كال په ضمني ګرانټس د بحث راغونډولو سره ده ووئيل مسلم ليګ (ن) د خپل دور په آخري كال كښې 600 اربه روپۍ ضمني ګرانټس وركړي وو٬ دغه مسلم ليګ (ن) د 415 اربه روپو بجټ څخه د رېګولر ګرانټ په مد كښې وركړي۔ تېر كال د 222 اربه روپو سپلمنټري ګرانټس جاري كړې شوي٬ حكومت هڅې كوي چې ضمني ګرانټس په ورو ورو كم كړي۔ده ووئېل د کرونا وائرس وبا په سوب 300 اربه ګرانټس وركړې شوي ٬ 32 اربه ګرانټس پټروليم سېکټر له وركړے شوي۔ ده ووئيل د كرنسۍ د فرق له امله دا ګرانټس وركړے شوي۔ده ووئېل وزيراعظم آفس دا ګرانټس اېن ډي اېم اے له وركړي۔ ده ووئيل د ټېكنيكل وېناګانو په شا د سياسي وېنا كولو روايت ښه دے۔ ده ووئيل احساس پروګرام زيات كړے شوے٬ مونږ د اېن اېف سي د فنډز ايسارولو اختيار نه لرو٬ صوبو ته دې وئېلې شي چې ھغوي د ضلعو لپاره هم روپۍ وركړي