د حزب اختلاف ټولو ادعاګانو، سازشونو او بې بنسټه خبرونو باوجود قامي اسمبلۍ فناس بل په واضح اكثريت سره منظور كړو ۔شهريار خان آپريدې

اسلام آباد 30 جون (اے پي پي) د کشمير کميټۍ چيئرمېن شهريار خان آپريدي وئيلي دي د حزب اختلاف د ټولو ادعاګانو، سازشونو او بې بنسټه خبرونو باوجود قامي اسمبلۍ فناس بل په واضح اكثريت سره منظور كړے دے۔ د نهې په ورځ خپل ټويټ پېغام كښې ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان مقبوليت دومره زيات شوے چې زمونږ اكثريت د 29 نه تر 41 غړو رسېدلے، ده ووئيل د حكومت غريب دوسته پاليسۍ به وطن ګلزار كړي۔