د ايران امنيتي ځواكونو په غېر قانوني توګه په پوله اوړېدونكې د 90 نه زيات كسان ونيول

کوئټه 01 جون ( اے پي پي ) د ايران امنيتي ځواكونو په غېر قانوني توګه بارډر كراس كوٶنكي د 90 نه زيات پاكستانيان نيولې دي۔ په تفتان پوله د لېويز راپور له مخې په غېر قانوني توګه ايران ته د اوړېدو په هڅه د ايران امنيتي ځواكونو 92 پاکستانيان نيولي دي چا چې د سفر دستاوېزات نه لرل ۔ د ايران اهلكارو نيولي شوي كسان لېويز ته سپارلې دي