د اجتماعي هلو ځلو نه غېر مونږ د كرونا په وبا قابو نشو موندلې ۔ د چوهدري فواد حسېن ټي وي سره خبرې

اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د کرونا وائرس په ضد د واكسين جوړولو لپاره د نړيوالې مرستې په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي د اجتماعي هلو ځلو نه غېر مونږ د كرونا په وبا قابو نشو موندلې۔ نجي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل پاکستان د کووېډ ۔ 19 په اړه ريسرچ ، واكسين٬ دارو جوړول او ټېسټنګ ري اېجېنټس لپاره نړيوالې ورورولۍ سره مرسته ته چمتو دے، د اوسني بحران مقابلې لپاره مونږ له سيمه ايزې او نړيوالې مرسته ته وده وركول پكار ده۔ د يوې پو|ښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د واكسين جوړولو وړومبنے پړاٶ تر سره كېدونكې دے او د واكسين تيارېدو نه پس لويه مرحله په لويه كچه د واكسين تياري ده۔ ده ووئيل دا حقيقت دے چې يو هېواد په يوازې واكسين نشي جوړولې دې لپاره نړيوالې مرستې ته اړتيا د۔ه ده هيله څرګنده كړه چې راتلونكي كال په ستمبر اكتوبر كښې به واكسين جوړ كړے شي۔ ده په وګړو زور راړو چې په اېس او پيز عمل وكړي