خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي په خارجه وزارت كښې د النور جومات دوره وكړه، خارجه وزير د جومات د بيا رغېدنې د كار جاج واخستو

اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي د خالي په ورځ په خارجه وزارت كښې د النور جومات دوره وكړه او د جومات د بيا رغېدنې د كار جاج ئې واخستو. ډي جي هېډكوارټرز خارجه وزير ته د جومات د كار په اړه بريفنګ وركړو. خارجه وزير په خارجه وزارت كښې د النور جومات د بيا رغېدنې نه پس د تختۍ نقاب كشائي وكړه. خارجه وزير په دې موقع د كورونا وبا خاتمې، د پاكستان پرمختګ او خوشحالې لپاره خاص دعا وكړه. په دې موقع خارجه سېكتر سهېل محمود او د خارجه وزارت اعلٰي چارواكي هم خارجه وزير سره وو