حكومت د سی پیك ترمخه د كركيلې څانګې جدت ته پام لرنه كوي ٬ وفاقي وزير سيد فخر امام

اسلام آباد 30 جون (اے پی پی) د كركېلې او غزائې تحفظ وفاقي وزير سيد فخر امام وئېلې دي پاكستان د سی پیك ترمخه د كركيلې څانګه كښې جدت راوستو لپاره په ترجیحی بنیادونو ګامونه پورته كوي، د كروندګرو د ژوند معیارِ ښه كولو او قامی معیشت كښې د هغې مثبت اثرات زياتولو ته پام لرنه كيږي ځكه چې كركيلې څانګه په قامی معیشت اثرانداز كيدونكې تر ټولو لويه څانګه ده۔ د كركيلې څانګې پیداواری صلاحیت زياتولو لپاره تكنیكی پرمختګ ته اړتيا ده۔ د قامی فوډ سكیورټی وزیر سید فخر امام ووئيل چین د سی پیك دويم پړاؤ ترمخه د كركيلې څانګې لپاره د ټیكنالوجی منتقل كولو ته سلاح شوے دے