بیجنګ، په 76 زره كورونا ټیسټونو كښې 59 مثبت راغلل، د ځپلو شميره 499 ته ورسيده

بیجنګ 15 جون (اے پی پی) د چین پايه تخت بیجنګ كښې د 76 زره څخه د زياتو وګړو كورونا وائرس ټیسټ شوے دغسې په دې كښې د 59 ټیسټ پازیټو راغلے دے چې ورسره د كورونا كیسونو مجموعي شميره 499 ته رسيدلې ده۔ بیجنګ میونسپل هیلتھ كمیشن د ګل په ورځ پریس كنفرنس په مهال ووئيل تر اتوار ورځې د 76,499 وګړو د كورونا ټیسټ شوے چې پكښې د 59 كسانو ټيسټ پازیټو راغلے۔ ده ووئيل په دې كښې 36 كیسونه په ځائې كچه خپاره شوې او 6 ایسمپټومیټك كیسونه دي دغسې د مجموعي كيسونو شميره 499 ته رسيدلې ده