برازیل كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 5 لكهه څخه زياته شوه

برازیلیه 01 جون (اے پی پی) برازیل كښې كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 5 لكهه څخه زياته شوې ۔د ګل په ورځ د امریكې ميډيا له مخې هيواد كښې تر اوسه د كورونا له امله 30 زره كسان مړه شوي۔ برازیل كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره كښې تر تشویشناك حده زياتوالې كيږي،هيواد كښې د تصدیق شوو رنځورانو شميره 514992 ته رسيدلې ۔ برازیل كښې د كورونا له امله 480 كسان نور هم مړه شوي او دې نه پس د مړو شميره 29341 ته رسيدلې ده۔ دا خبره دې ياده وي د كورونا وائرس له امله امریكې، برتانیه او اټاليې نه پس تر ټولو زيات كسان په برازيل كښې مړه شوې ۔ د دې باوجود د برازیل صدر جیر بولسنارو د وبا مخ نيوي لپاره غیر سنجیده رویه خپله كړې۔ هغه په برازیل كښې معیشت او نوكرو ته زيان رسولو له په ریاستی لاك ډاوَن تنقید كړے ۔ طبی پوهانو وئيلي دي مينځنۍ او جنوبی امریكا اوس په تندۍ سره د كورونا وائرس رنځورانو تر ټولو لوي مركزونه جوړيږي۔ نړۍ كښې د رنځورانو په لحاظ سره امریكې نه پس برازیل په دويم لمبر دے