افغانستان كښې لږ تر لږ 70 خبريال كورونا ځپلې دي ، آر اېس اېف

کابل ۔ 06 جون (اے پی پی) خبريالانو له كار كوؤنكې يوې نړيوالې ادارې وئيلي دي چې افغانستان كښې لږ تر لږ 70 خبريالان كورونا وائرس ځپلې دي۔ رپورټرز ود آؤټ بارډرز، كوم ته چې ‘آر اېس اېف’ هم وئيلې شي كښې په دې خبر اندېښنه ښكاره كړې شوې ده۔ افغان چارواكو وئيلي دي چې جنګ ځپلي هېواد كښې دكورونا وباﺀ ځپليو شمېره نزدې 1900 ده كومو كښې چې تر دې دمه 300 نه زيات كسان مړه شوي دي۔ آر اېس اېف چې كوم معلومات جمع كړې دي د هغې له مخې د مارچ آخر څخه تر دې دمه لږ تر لږ 70 افغان خبريالان كورونا وائرس ځپلې دي۔ دده وېنا وه چې د نورو هېوادونو په مقابله كښې په دې هېواد كښې په خبريالانو ددې وائرس بريد زيات شدت سره شوې دې۔ فرانس كښې د خبريالانو تنظيم وئيلي دي چې نزدې 50 خبريالان كابل سره تعلق لري كوم چې مناسبې درملنې نه لري ولې چې دوئي يا خو د درملنو پېسې نه لري يا داروګان