افغانستان٬ پروان ولايت كښې د امنيتي ځواكونو فضائي بريدونه٬ د سينئر كمانډر پشمول 17 طالبان ووژلے شول

کابل 30 جون (اے پي پي) د افغانستان په ختيز پروان ولايت كښې د امنيتي ځواكونو په فضافئي بريدونو كښې د سينئر كمانډر پشمول 17 طالبان وژلے شوي۔ د چين خبري اژانس له مخې د صوبائي حكومت وياندې ووئيل افغان ځواكونو د نهې په ورځ سهار وختي په كوه صافي اولسوالۍ كښې فضائي بريدونه كړي او د مليشيا په پوستو د بريدونو په منصوبه بندۍ كښې بوخت طالبان ئې په نښه كړي چرته چې د 200 نه زيات طالبان راغونډ وو۔ د فضائي بريد په نتيجه كښې د سينئر كمانډر پشمول 17 طالبان وژلے شوي دي۔