ګرده نړۍ كښې دكورونا وائرس ځپليو وګړو شمېره 54 لكه نه زياته شوه

واشنګټن ۔ 26 مئی (اے پی پی) ګرده نړۍ كښې د كورنا وائرس ځپليو وګړو شمېره 54 لكه نه زياته شوې ده۔ د امريكا د جان هاپكنز پوهنتون د نهې ورځې جاري كړې شوي راپور له مخې ګرده نړۍ كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره 54 لكه نه زياته شوې ده۔ ددې نړيوالې وباﺀ په نتيجه كښې د مړو شويو شمېره 3 لكه 45 زره نه زيايه ده۔ تر ټولو زيات كسان امريكا كښې مړه شوي دي چې شمېره ئې تر دې دمه 98 زره ته رسېدلې ده۔ دغسې امريكا كښې د كورونا وائرس ځپليو شمېره هم تر ټولو زياته ده كومه چې نزدې 16 لكه ده۔ دا خبر دې ياده وي چې ددې وباﺀ ځپليو كسانو كښې تر دې دمه 21 لکه 67 زره نه زيات كسان صحتياب شوې هم دي۔