کورونا وائرس ، د امريكائي نائب صدر د خپل ځان قرنطينه كولو پرېكړه

واشنګټن ۔ 11 مئی (اے پی پی) امریکائي نائب صدر مائیک پینس د خپل يو مرستيال ملګري کووډ 19 څخه د ځپلې كېدو نه ورستو د ځانله پاتې كېدو پرېكړه كړې ده۔ د امريكې د ابلاغ ذريعو له مخې واشنګټن كښې ميډيا سره خبرو كښې د نائب صدر وياند ډیویئن او میلی ووئيل نائب صدر به د وائټ هاؤس د طبي عملې په مشورو عمل كوي۔ د نائب صدر د ورځې په بنياد كېدونكې ټېسټونه منفي راځي او هغه سپينۍ مانړۍ كښې پاكتې كېدل غواړي۔ دا خبره دې ښكاره وي امريكا كښې د كورونا ځپليو شمېره 13 لکه نه زياته شوې او 78 زره كسان مړه شوي۔