پي ټي آئي به د الوتكې پېښې سپېځلې پلټنې وكړي او راپور به عام كړي۔ ، فردوس شمیم نقوی د پيپلز پارټۍ په دور كښې د پي آئي اے خساره 35 اربه نه زياتېدو سره 180 اربه روپۍ او د نواز شريف په دور كښې 500 اربه ته ورسېده پي ټي آئي خساره كمه كړه۔ د ګوند نورو لارښودو سره په ګډه خبري كنفرنس

کراچۍ۔27 مئی(اے پی پی) د پاكستان تحريك انصاف لارښودو او سندھ اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر فردوس شميم نقوي وئيلي دي مونږ باور دركوؤ چې پاكستان كښې تر دې دمه د الوتكو څومره پېښې شوې دي ٬ ددې الوتكې پېښې راپور به نه يوازې تر ټولو زيات سپېځلې بلكې جامع هم وي او دا به اولس ته وړاندې كولې او كارروائي به هم كولې شي۔ دا د تحريك انصاف وعده ده او مونږ به په خپله وعده ولاړ يؤ۔ ده ووئيل د پيپلز پارټۍ په دور كښې د هېواد ادارې تباه كړې شوې او پي آئي اے كښې هم 4 زره 5 سوه بھرتۍ د مېرټ نه لرې وكړې شوې۔ د پیپلز پارټۍ دور كښې د پي آئي اے خساره 35 بلين څخه 180 بلین ته او د نواز شريف په دور كښې 500 اربه ته ورسېده۔ د تحريك انصاف په حكومت كښې دا خساره كمه شوه۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د ګوند نورو لارښودو سره په ګډه خبري كنفرنس كښې وكړه۔ ده ووئيل د پیپلز پارټۍ په دور كښې كله چې صدر هم ددوئي وو او وزيراعظم هم ٬ دغه دور كښې د الوتكو دوه پېښې رامخې ته شوې وې په كومو كښې چې يوه بوجھا او دويمه بليو ائير شامل وه ٬ د هغې پلټنيو له ئې څه كړې وو۔ فردوس شمیم نقوی ووئيل پېښه رامخې ته شوې ده او پلټنې ئې روانې دي۔ نړيوال پوهان هم تېره ورځ رارسېدلې دي او زمونږ خپل پوهان هم پلټنې كوي۔