پاكستان يو پرمختګ كوؤنكې هېواد دے كوم چې لاك ډاؤن زغملې نه شي۔ وګړي دې د كورونا وائرس مخنيوي له حكومتي هڅو كښې مرسته وكړي۔ د پي ټي آئي لارښود لال چند نجي ټي وي سره خبرې

اسلام آباد ۔ 27 مئی (اے پی پی) د پي ټي آئي لارښود لال چند وئيلي دي پاكستان يو پرمختګ كوؤنكې هېواد دے كوم چې لاك ډاؤن زغملې نه شي۔ وګړي دې د كورونا وائرس مخنيوي له حكومتي هڅو كښې مرسته وكړي او احتياطي تدبيرونه خپلولو سره دې كورونو نه ډېر كم بهر وځي۔ د شورؤ په ورځ نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښی ده وئيل احتياط نه كولو سره هېواد كښې د كورونا رنځورانو شمېره مخ په زياتېدو ده۔ ده ووئيل د مذهبي لارښودو په شمول سياستدانان او ميډيا د خلقو لارښودنې له بايد راوړاندې شي۔ ده ووئيل ټول وګړي بايد په حكومتي هداياتو او اېس او پيز په بشپړه ډول عمل وكړي دغسې چې كورونا وائرس ته ماتې وركړې شي۔