ټويټر د امريكې مني سوټا ايالت په حقله د ټرمپ پوسټ “تشدد ته د هوا وركولو پوسټ” ګرځولے

واشنګټن 29 مئي (اے پي پي) د سماجي رابطو وېب پاڼې ټويټر د امريكې مني سوټا ايالت په حقله د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ پوسټ “تشدد ته د هوا وركولو پوسټ” ګرځولے او دا اعتراف ئې كړے چې اولس مشر دې پوسټ سره د ټويټر د قواعدو او ضابطو خلاف ورزي كړې ده ٬ خو د دې باوجود پوسټ به نه لرې كوٶ۔ د برتانيې خبري اژانس له مخې ټرمپ د جمعې په ورځ مني سوټا كښې د يو سياه فام جارج فلوئيډ د پوليس په حراست كښې د وژنې نه پس په ښار كښې په مني اېپلس كښې د پوليس او مظاهرچيانو ترمينځه د نښتو پحقله ټويټ كښې وئيلې وو په صورتحال قابو موندلو لپاره پوځ لېږو كوم به چې په سخت وخت كښې کنټرول سنبھالوي۔ ده ووئيل كه لوټ مار پېل شو نو ډزې به هم كولې شي ٬ د دغې په غبرګون كښې د ټويټر دا پوسټ د قواعدو او ضابطو خلاف ګرځولې شوے خو د اولس خوښې له مخې دا پوسټ اوس هم په وېب پاڼه موجود دے۔ د يادونې وړ ده دا د ټرمپ او ټويټر انتظاميې ترمېنځه د روان تاو ترېخوالي وؤمبنۍ پېښه نه ده٬ تېره ورځ ټويټر د هغه په يو ټويټ وارننګ لېبل لګولې ٶ او د دغې په ځواب كښې ټرمپ د سوشل ميډيا كمپنو ته ترلاسه قانوني تحفظ كښې د بدلون كولو حكم نامه منظور كړې وه