ټوله نړۍ كښې د كورونا له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 37 لكهه څخه زياته شوه ،2 لكهه 58 زره څخه زيات كسان مړه شول

واشنګټن/ یجنګ/ نوې ډيلې 06 مئی (اے پی پی) ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 37لكهه څخه زياته شوې،تر اوسه 2 لكهه 58 زره څخه زيات كسان مړه شوي۔د شورو په ورځ د امریكې ميډيا له مخې بيلو هيوادونو كښې د كورونا وائرس اوس هم په تندۍ سره خپريږي۔ټوله نړۍ كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره 3,728,126 ته رسيدلې دغسې تر اوسه 258,356 كسان مړه شوي۔ كووډ 19 له امله تر ټولو زيات كسان په امريكا كښې مړه شوي چرته چې د مړو شميره 72 زره ته رسيدلې ۔ دغسې د رنځورانو شميره 1237633 ته رسيدلې چې پكښې 9 لكه 64 زره څخه زيات بستر دي۔ برتانیه كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 29501 كسان مړه شوي۔ كورونا وائرس له امله په اټاليا كښې تر اوسه 29315 كسان مړه شوي۔ په سپین كښې 25613، فرانس كښې 25537، بیلجئیم كښې 8016، برازیل كښې 7921، المان كښې 6993، ایران كښې 6340 او هالینډ كښې 5185 كسان مړه شوي۔ بلخوا لاطینی امریكې هيواد كښې كورونا وائرس تندۍ سره خپريږي او سيمه كښې تر اوسه 15زره څخه زيات كسان مړه شوي۔ په برازیل كښې تر اوسه د كورونا وائرس له امله 7921 كسان مړه شوي۔ میكسیكو كښې هم د كورونا وائرس به تندۍ سره خپريږي چرته چې تر اوسه 2271 كسان مړه شوي۔ هند كښې هم د كورونا وائرس په بيړه خپريږي۔ د هند د روغتيا وزارت شميرې له مخې هيواد كښې تر اوسه 49391 كسان ځپلې شوي دغسې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 1694 كسان مړه شوي هم دي