وفاقي سرکاري ادارو لپاره تر پنځلسم جون د دفتري اوقات اعلاميه جاري كړې شوه

اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) حکومت د کرونا وائرس خپرېدو له مخې په وفاقي سركاري ادارو كښې ملازمانو لپاره د وظيفې ترسره كولو د وختونو اعلاميه جاري كړې ده۔ د جمعې په ورځ د اسټيبلشمنټ ډويژن لخوا د جاري اعلاميې له مخې د ګل نه تر زيارت ورځې به د دفترونو وخت د سهار لسو نه تر مازيګر څلورو بجو او د جمعې په ورځ به تر يوې بجې وي او دا اعلاميه به سمدستي نافذ العمل وي او تر پنځلسم جون به دوام لري