هند كښې د كورونا 3900 نوې كېسونه ، د مړو شمېره 1571 ته ورسېده

نوې ډيلې ۔ 5 مئی (اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس د لاسه د مړو شمېره 1571 ته رسېدلې ده او ګرد هېواد كښې د كورونا وائرس شمېره تندۍ سره مخ په زياتېدو ده۔ د نهې په ورځ د هند د ابلاغ ذريعو له مخې هېواد كښې په تېرو 24 ساعتو كښې د كورونا 3900 نوې كېسونه رامخې ته شوي۔ د نورو 195 رنځورانو د مرګ تصديق سره د مړو شوو شمېره 1571 ته رسېدلې ده۔ د هند د روغتيا وزارت د شمېرو له مخې كورونا وائرس د هېواد په 32 رياستونو او د مركز تر انتظام لاندې سيمو كښې خپور شوے چې له امله ئې لوئې شمېر وګړي ځپلې كېږي