هند كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو شميره 112359 ته رسيدلې ، د مړو شميره 3435 شوه

نوې ډيلې 21 مئی (اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس په يوه ورځ كښې ریكارډ 5609 كیسونه رامخې ته شوي ٬ دې نه پس د ځپلې شوو كسانو شميره 112359 ته رسيدلې ده۔ د زيارت په ورځ د هند ميډيا له مخې د تيرو 24 ساعتو په مهال 5609 نوي كيسونه رامخې ته شوي ٬ دې سره د ځپلې شوو كسانو مجموعي شميره 112359 ته رسيدلې ده۔ د هند د روغتيا وزارت جاري شميرې له مخې هيواد كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شوو كسانو شميره 112359 ته رسيدلې او په دې كښې فعاله كیسونه 63624 دي۔هند كښې د كورونا وائرس له امله د تيرو 24 ساعتو په مهال 132 كسان مړه شوي ٬ دې سره د مړو شميره 3435 ته رسيدلې ده۔ هند كښې د كورونا تر ټولو زيات ځپلې ریاست مهاراشټر دے چرته چې د كورونا زيات كيسونه رجسټرډ شوي ۔ مهاراشټر كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال 2161 نوي كيسونه رامخې ته شوي، دې نه پس ریاست كښې د ځپلې شوو كسانو شميره 39297 ته رسيدلې ، مهارشټر كښې تر اوسه 1390 كسان د كورونا وائرس له امله مړه شوي دي